کندهار: د ژیړۍ ولسوالۍ د ویجاړو شویو پُلگوټو د ترمیم چارې دوام لري:
![کندهار: د ژیړۍ ولسوالۍ د ویجاړو شویو پُلگوټو د ترمیم چارې دوام لري:](/sites/default/files/2022-02/273465598_973230683621622_8064997523948346361_n.jpg)
د کندهار ولایت د ټولگټو ریاست له لوري د کندهار ولایت اړوند د کابل – کندهار او کندهار – هرات لویې لارې د ویجاړو پُلگوټو د ترمیم چارې دوام لري.
د کندهار د ټولگټو ریاست د کابل – کندهار او کندهار – هرات لویې لارې په گډون په کندهار ولایت کې شاخوا ۱۰۳ پایې هغه پُلگوټي سروې کړي، چې بیړني ترمیم او بیارغوني ته یې اړتیا وه او د تگ راتگ پرمهال یې خلکو ته ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړې وې.
دا مهال د یادو پُلگوټو له ډلې د ۷۰ پايو پُلگوټو د ترمیم چارې بشپړې شوې دي او د پاتو هغو د ترمیم کار دوام لري.
د کابل – هرات لویې لارې موټرچلونکي او لارویان د ټولگټو وزارت له دې کړنې څخه خوښ دي او د یادې لویې لارې په بشپړ ترمیم او د لوړ تناژ باروړنکو موټر په کنترول ټینگار کوي.