د قراردادي شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 19 2022 11:26 AM
د قراردادي شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج ملا عبدالجبار معاون او د دې وزارت مالي او ادارې معین محترم ملا بخت الرحمن شرافت د قراردادي شرکتونو له یو شمیر استازو سره د یادو شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.

دا ناسته، چې د قرآن عظیم شان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د قراردادي شرکتونو په نوبت سره خبرې وکړې، د شرکوتنو مالي ستونزې یې شریکي کړې او د ټولګټو وزارت له رهبري څخه یې د قراردادي شرکتونو د انوایسونه د اجرأ او د بانکي تضمینونو د ورکړي غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د ټولګټو وزارت مالي او ادارې معین خبرې وکړې او قراردادي شرکتونو ته یې ډاډ ورکړ چې د رغنیزو پروژو د ترسره شويو کارونو انوایسونه ستاسو حق دی، د ټولګټو وزارت رهبري هڅه کوي تر څو د شرکتونو مالي ستونزې هوارې کړي.

ورسته د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین خبرې وکړې وویي ویل: کورني قراردادي شرکتونو د هیواد ملي پانګه او د هیواد په بیارغونه کې یې پوره ونډه اخیستې ده، هغه زیاته کړه ټولګټو وزارت د ۱۴۰۱ ه ش کال، په بودیجوي پلان کې د شرکتونو د انوایسونو اجرأ کول او د نیمګړو پروژو د کار بشپړولو ته لومړیتوب ورکړی دی، هغه همدارنګه زیاته کړه ، ټولګټو وزارت ټول شته امکانات په کار اجولي تر څو د قراردادي شرکتونو مالي ستونزو ته حل لار پیدا کړي او د ا.ا.ا، له رهبري سره به هم دا ستونزه شریکه کړي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS