په خوست او پکتيکا کې د زلزلې ځپلو کورنيو ته د افغانستان اسلامي امارت د ټولگټو وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا عبدالمنان عمري صاحب د تسليت پيغام:

ashraf_admin
Sat, Jun 25 2022 3:48 PM
په خوست او پکتيکا کې د زلزلې ځپلو کورنيو ته د افغانستان اسلامي امارت د ټولگټو وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا عبدالمنان عمري صاحب د تسليت پيغام:

په ډېر تأسف سره خبر سو، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې طبيعي پېښه ( زلزله ) سوې ده، چې په نتیجه کې يې زموږ ډېری شمېر هيوادوال په شهادت رسیدلي او ډېری زخميان دي؛ همدارنگه د سيمې خلکو ته مالي تاوانونه هم اوښتي دي.

دې پېښې زموږ او ټول ملت زړونه دردولي دي.

له خپله اړخه د شهداء کورنيو ته تسليت ،شهيدانو ته فردوس جنت او زخميانو ته عاجل او کامل صحت غواړم.

د زيانمن شويو ولايتونو او نژدې ولاياتو ټولگټو رياستونو ته مو هدايت کړی، چې د زيانمن شويو سيمو په پاک کاري او شهيدانو په دفن کولو کې له ولايتي مسوولينو سره له هيڅ ډول همکارۍ دريغ ونکړي.

همدارنگه له ټولو داخلي او بهرنيو مسؤلو نهادونو، ټولنو او بنسټونو څخه هيله لرم، چې په دې سختو ورځو کې د افغانستان له قدرمنو خلگو سره مرستې او کمکونه وکړي‌.

الحاج ملا عبدالمنان عمري

د ټولګټو وزارت سرپرست

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS