د ټولگټو وزارت سرپرست له هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه

ashraf_admin
Wed, Aug 17 2022 2:03 PM
د ټولگټو وزارت سرپرست له هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه

 

د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه د لیدنې پرمهال، پرون ورځ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د ټولگټو وزارت سرپرست په دغه سفر کې د هلمند ولایت د گرشک – چاه انجیر سړک څخه، چې دا مهال یې رغنیز کار بشپړ شوی دی، او د لښکرگاه - کندهار دوه لارې پورې سړک او پر دغه مسیر له شته پلونو او پلگوټو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

همدارنگه، د ټولگټو وزارت سرپرست په دغه سفر کې د هلمند ولایت د ټولگټو ریاست له مسؤولینو سره ولیدل او د یاد ولایت اړوند سړکونو، پلونو او پلگوټو د ساتنې او څارنې، ترمیم او بیارغونې په برخو کې ورته  لازمې لارښوونې وکړې، چې له دې سره به له یوې خوا شته ترانسپورتي زیربینا خوندې پاته شي او له بل لوري به د هلمند ولایت اوسيدونکو ته غوره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.

د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

.

17 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS