ټولګټو وزارت د ورستیو واورو پرمهال په واوره ځپلو مسیرونو کې لسګونه بند پاته مسافر ژغورلي

media_admin
Wed, Feb 08 2023 11:08 AM
ټولګټو وزارت د ورستیو واورو پرمهال په واوره ځپلو مسیرونو کې لسګونه بند پاته مسافر ژغورلي

ټولګټو وزارت، د ورستۍ واورې اورېدو له امله د بندو سړکونو او لویو لارو پر خلاصون سربېره؛ په ځینو ولایتونو کې د تګ راتګ پرمهال په سختو واورو کې بند پاته ګڼ شمېر مسافر ژغورلي او خوندي ځاینو ته یې لیږدولي.

هغه مسافر او نقلیه وسایط چې، د بامیانو ولایت د (ورس ۔ پنجاب او شاطو کوتل) مسیر، د بامیان ۔ دایکنډي اړوند قناق کوتل مسیر او په سالنګونو کې د واورې د سخت اورښت او په ځینو برخو کې د طوفان او واورې ښوېدنې له امله بند پاته وو؛ د دغه وزارت ولایتي پرسونل له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، د ژمي سړې هوا په زغملو او نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره ژغورل شوې دي.

ټولګټو وزارت ژمن دی، چې له شته امکاناتو څخه په مؤثري ګټې اخیستنې سره؛ درنو هیوادوالو ته په هر ډول شرایطو کې غوره ترانسپورتي د (تګ ۔ راتګ) اسانتیاوې برابري او په دغه برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي.
 

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS