نېمرزو: د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې د ۳۰۰ متره پُل رغنیزې چارې بېرته پیل شوې

media_admin
Sat, Feb 11 2023 1:32 PM
نېمرزو: د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې د ۳۰۰ متره پُل رغنیزې چارې بېرته پیل شوې


د نېمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې د یوه پایه اوسپنیز ۳۰۰ متره کانکريټي پُل، چې رغنیزې چارې یې د ورستیو بدلونونو له امله په ټپه درېدلي وې، اوس د ټولګټو وزارت د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام لخوا بېرته پیل شوې.

دا پُل چې ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرشیله سیمه کې، د زرنج – کنګ ولسوالۍ پر سړک، د هلمند سیند په فرعي ښاخ جوړیږي، چې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار له کنګ ولسوالۍ سره نښلوي. 

یاد پُل دواړو لورو ته ۳۴۰ متره اسفالټ سړک او ۴۰۰ متره محافظوي دیوال هم لري، چې رغنیزې چارې یې له وړاندې ۸۰ سلنه بشپړي شوې وې او پاته رغنیزې کار یې د سیمې د خلکو په غوښتنه د دغه وزارت له لوري بیا پیل او دا مهال جریان لري. 

د دې پروژې رغنیز کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کيږي.

 د یاد پُل له جوړیدو سره به د نیمروز او هرات ولایتونو د اوسېدوونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او همدارنګه به د حاجي جانان، سرشله، محمد یونس، حاجي حاکیم، خان، محمد سفر، حاجي محمد، حاجی عبدالله کلاچه، نارانی او محمد ایوب اوزبک زی کلي اوسیدونکې ترې ګټه واخلي.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS