د پنجشیر، سمنګان او غزني د ټولګټو ریاستونو ترسره شوې فعالیتونه:

media_admin
Mon, Apr 10 2023 10:11 AM
د پنجشیر، سمنګان او غزني د ټولګټو ریاستونو ترسره شوې فعالیتونه:

د ټولګټو وزارت د پنجشیر، سمنګان او غزني ولایتونو ټولګټو ریاستونو د ورځنیو فعالیتونو په لړ کې له شته ماشینري او اړوند فني او تخنیکي پرسونل څخه په مؤثرې ګټې اخیستنې سره لاندې فعالیتونه ترسره کړي. 
پنجشیر:
د پنجشیر ولایت عمومي سړک، چې د غرښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ بند شوی و، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او فني پرسونل له لوري یاد سړک له خاورو او ډبرو څخه پاک کاري او بېرته د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو. 
غزني :
د غزني ولایت د ټولګټو ریاست د فني او مسلکي پرسنول لخوا؛ د واغظ ولسوالۍ د غځېدلي سړک د هغو ویجاړو برخو د ترمیم کار روان دی، چې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله تخریب او ترافیکي ستونزې یې را ولاړې کړي وې. 
سمنګان: 
د سمګان – مزارشریف لویه لار، چې د پل اقمزار په سیمه کې د اورښتونو له امله ویجاړه او خلکو ته ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي وې، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او پرسونل لخوا ترمیم او جغل اندازې شوه. 
همدارنګه د یاد ولایت د پرسونل له لوري خلکو ته سړکونو، پلونو او لویو لارو د خوندیتوب، ساتنې او څارنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو. 
 

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS