نورستان: د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه د لرګي پل جوړ شو

media_admin
Sat, Apr 15 2023 10:59 AM
نورستان: د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه د لرګي پل جوړ شو


د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه په لنډ مهالې توګه یوه پایه د لرګیو پُل جوړ او ګټې اخیستلو ته وسپارل شو. 

دغه پل، چې ۸ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري؛ د ۵ مترو په ارتفاع، ۴۰ متره بولډروال او ۲۴۰ متره مکعب پُرکاري په درلودلو سره جوړ شوی دی. 

د یاد پل چارې د ټولګټو ریاست لخوا د دغه ولایت د مقام په مالي همکاري د ۲.۵ سوه زره افغانیو په ارزښت ترسره شوې. 

د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمه کې له وړاندې کانکریټي پل شتون درلود، چې سېلابونو ویجاړ کړی او له امله یې خلک له سختو ترانسپورتي ستونزو سره مخ وو، چې ځینې وخت به د اورښتونو پرمهال لاره د ترافیکو پرمخ بندېده.

د خلکو دغو ستونزو د هوارولو په موخه یاد پل په لنډ مهالې توګه جوړ شوی، چې د مالي امکاناتو په تأمین به له پلان سره سم ویجاړ شوی پل په اساسي ډول جوړ شي.
 

.

10 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS