د بامیان – دایکندي لویې لارې د ۴۱ کیلومتره سړک د ترمیم چارې روانې دي
د بامیان – دایکنډي لویې لارې د ۴۱ کیلو متره سړک د ترمیم، جغل اچونې او هموار کاري چارې جریان لري. د بامیان – داکنډي جغلي لویې لارې ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله ویجاړي شوې دي، چې له امله یې د بامیان او دایکنډي ولایتونو اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو. د بامیان ولایت د ټولګټو ریاست د خلکو ترانسپورتي ستونزو ته په پام سره د یادې لويې لارې د ۴۱ کیلو متره سړک د ساتنې او څارنې کار پیل کړ، چې دا مهال مخ پر وړاندې روانې دي.