په سمنګانو کې دریو د ساتنې او څارنې پروژو کار د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

media_admin
Sat, Sep 16 2023 11:28 AM
په سمنګانو کې دریو د ساتنې او څارنې پروژو کار د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري، په سمنګانو ولایت کې د دریو د ساتنې او څارنې پروژو کار پیل شو؛ په یادو حفظ او مراقبتي پروژو کې د سمنګان – مزارشریف لویې لارې اړوند د ۴۰ کیلومتره سړک د ویجاړو برخو ترمیم او داغګیري، د مزارشریف – کابل لویې لارې اړوند د دلخک سیمې د تلې دواړو لورو ته د ۳۶ متره سړک کانکریټ اچونه او د حضرت سلطان پُل ترمیم او بیارغونه په کې شامل دي.

د یادو حفظ او مراقبتي پروژو کار د ټولګټو وزارت او کرا په نوم له یوه خصوصي ودانیز، سوداګریز او لوژستیکي شرکت سره د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی. 
د یادو پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي. 

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS