په نورستان کې د کوردر ٢٥ متره پُل د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

media_admin
Mon, Oct 02 2023 3:36 PM
په نورستان کې د کوردر ٢٥ متره پُل د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

د ټولګټو وازرت لخوا، د نورستان ولایت اړوند د پارون ۔ کنړ عمومي مسیر په اوږدو کې د کوردر ٢٥ پُل او ١٦٣ متره استنادي دیوال د اساسي ترمیم او بیارغونې کار د یاد ولایت د محترم والي صاحب، د ټولګټو رئیس او یو شمېر سیمه اییزو مسؤلينو په شتون کې پیل شو.

دغه پُل، چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، د ترمیم او بیارغونې کار یې د ټولګټو وزارت او متحد صافي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ؛ د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د یاد وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دغې ترمیماتي پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې او په اساني به تګ راتګ وکړي.

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS