د کابل – پروان لویې لارې د پخواني لین سړک د ترمیم او بیارغونې کار د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

media_admin
Mon, Oct 23 2023 2:31 PM
د کابل – پروان لویې لارې د پخواني لین سړک د ترمیم او بیارغونې کار د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د کابل – پروان لویه لار؛ د هېواد له موهیمو لویو لاروڅخه ده چې له مرکز سره د پروان ولایت پرنښلون سربیره د هېواد شمال ولایتونو ته د تجارتي او زراعتي توکو په لېږد رالېږد کې اساسي رول لري.
ټولګټو وزارت د دغې لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو د یادې لویې لارې د پخواني لین سړک د ترمیم او بیارغونې کار د کابل له دروازې څخه د پروان ولایت تر جبل سراج ولسوالۍ پورې پیل کړی، چې دا مهال یې کار عملاً جریان لري.
د غه پروژه د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د کار له بشپړیدو سره به، پر دغه لاره د تلونکو خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره د هېواد شمالي ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.
 

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS