د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د د پروان ولايت مرکز څلور لاري نښلونکي سړک له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

media_admin
Sat, Jan 13 2024 10:42 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د د پروان ولايت مرکز څلور لاري نښلونکي سړک له کاري بهير څخه ليدنه وکړه


د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني؛ چې د ياد وزارت تخنيکي معين الحاج مولوي عبدالکریم فاتح او يو شمېر رئیسانو يې ملتيا کوله پروان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت مرکز څلور لاري نښلونکي سړک له کاري بهير څخه له نږدي ليدنه وکړه.

په ياد سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د دغې پروژې تخنيکي ټيم او ګمارل شويو کارکوونکو ته د کار د غوره کيفيت او چټکتيا په موخه لازمې لارښوونې وکړې، تر څو  هېواد وال د تګ راتګ پرمهال د لا ډېرو ستونزو سره مخ نشي.

د کابل - شمال لويه لار د هېواد يوه مهمه لار ده، چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي او د ياد څلور لاري نښلونکی سړک د تيرو پنځو کلنو څخه راپدیخوا د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و، چې د بيا رغونې کار یې څه موده وړاندې ټولګټو وزارت پيل کړی او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS