د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو
![د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-30_at_14.24.41_20b7ea9c_0.jpg)
د ټولګټو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د۹/۱۰/ ۱۴۴۵نیټې، د ۴۶۲۸ مه ګڼه حکم پر بنسټ محترم حافظ انجنیر عبدالطیف صاحب زاده د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست د نوي رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو، چې نن د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل و کړ.
دیادونې وړ ده؛ چې نومړی د ساختماني انجنیرۍ او مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې په کورنیو چارو او مالیې وزارتونو کې د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده