د هېواد یو شمېر مسیرونه چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شول

media_admin
Mon, Apr 22 2024 3:15 PM
د هېواد یو شمېر مسیرونه چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شول

د نورستان - کنړ عمومي سړک چې د تېرو ورځو دوامدواره اورښتونو او غر ښویېدنې له امله تړل شوی و د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د کاري پرسونل له لوري پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شو خو په همدې ولایت کې د کامدیش ۔ برګمتال ، مندول ۔ دواب او وایګل ولسوالیو لارې د غره ښویېدنې له امله لا هم د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست کاري پرسونل له لوري یې د پرانیستلو هڅې روانې دي.
همدارنګه د بدخشان ولایت د فیض آباد – بهارک مسیر، په تخار ولایت کې د تخار – بدخشان لویه لار او د فرخار – ورسج عمومي سړک د وروستیو سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړلي و چې د اړوندو ولایتي ریاستونو د کاري پرسونل له لوري پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول.
دغه راز په پکتیکا ولایت کې د سرحوضي – ارګون مسیر د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال آباد لویې لارې اړوند د لغمان ولایت په سرخکان سیمه کې د سېلابونو په پایله کې د محافظتي دېوالونو د تخریب له امله او د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ پر مسیر د تخریب شوي پلګوټي له امله ترافیکې ستونزې رامنځته شوې وې، چې د اړوندو ولایتي ریاستونو د کاري پرسونل لوري پاک کاري او یادې ترافیکي ستونزې هوارې شوې

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS