د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال له تورغونډۍ بندر او د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ پروژې څخه ليدنه وکړه

media_admin
Thu, Oct 17 2024 12:51 PM
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال له تورغونډۍ بندر او د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ پروژې څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د افغانستان د اوسپنیزې کرښې له بندرونو او اسټیشنو څخه د لیدنې په لړ کې له تورغونډۍ بندر او د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ پروژې څخه لیدنه وکړه. 
په دغه لیدنه کې ښاغلي محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له  تخنیکي پلاوي سره هم لیدنه وکړه او له هغوی سره یې د تورغونډۍ د اوسپني پټلۍ اسټیشن د انتقالاتو د حسابونو د تصفيې او دیاد اسټیشن د پراختيا په هکله خبرې اترې وکړې.
د ليدنې په ترڅ کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت او ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ ادارې ترمنځ د تورغونډۍ د اوسپني پټلۍ د اسټیشن د پراختيا عمومي پلان نهايي او د عملي کيدو په موخه د دوه اړخيزو تخنيکي ټيمونو لخوا لاسليک شو.
د لاسليک شوي پلان له مخې به د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ اداره د تورغونډۍ د اوسپني پټلۍ اسټیشن د پراختيا عمومي پلان ډيزاين نهايي او د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت ته به يې وسپاري. 
دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې معین له خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د پروژې د څلورمې قطعې له اول فاز او دریمې قطعې څخه هم لیدنه وکړه او د ستونزو د حل په موخه يې اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړي. 
د يادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال تر دې وړاندې شمالي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې له حیرتان او اقينې اوسپني پټلۍ بندرونو  او د قوش تپه – درزاب د سړک د پروژي څخه تخنیکي ليدنې او ارزونې ترسره کړې وې او د ستونزو د حل په موخه يې اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې وې. 
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو، سړکونو او اوسپنيزې کرښې په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي

.

1 year 4 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS