د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي

media_admin
Thu, Dec 05 2024 9:19 AM
د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال د پلان مطابق پیل کړی و، چې دا مهال يې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنخ د نښلوونکو فاصلو د کانکريټ اچونې کارونه بشپړ کړي دي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ددې لویې لارې د ګانکریټي برخو کار په دریو طبقو کې ترسره شوی دی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲ سانتي متره، د سي ټي بيCTB) ) طبقې ضخامت ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵ سانتي مترو پورې رسیږي.

د یادې لویې لارې هغه برخې چې د کانکریټ اچونې کار یې بشپړ شوی دی، د کانکریټ د وچولو لپاره ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا لري، ترڅو د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي، په همدې اساس به د یادې لویې لارې اصلي مسیر ۲۰ ورځې وروسته (د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الاخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ه ش کال د جدی (مرغومي) له ۴مې نېټې سره سمون لري) د هر ډول مسافر وړونکو او باروړونکو وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

دغه راز، د دوشي – خنجان مسیر د شاوخوا ۵ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې کار د بشپړېدو په حال کې دی او د پاتې برخو کار یې هم په چټکۍ سره جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت تیر کال د تونل او ۱۶ مې ګالرۍ په شمول د یو شمېر نورو برخو کار بشپړ کړی و. 
ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې اړوند د موټر چلوونکو، تلونکو مسافرو او درنو هېوادوالو له حوصله مندي څخه مننه کوي؛ باید وويل شي، چې د ياد مسير ددې برخې په بشپړېدو سره به د تګ-راتګ په برخه کې درنو هيوادوالو ته اسانتياوې رامنځ ته شي.

.

1 day ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS