د سالنگونو لویې لارې اصلي مسیر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر د ټولګټو وزارت د تیرې اعلامیې په اساس نن سه شنبه د روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال د جدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سالنگونو د ساتنې او څارنې ریاست د رئیس د محترم حاجي فضل ربي او د یاد ریاست د نورو کارکوونکو په شتون کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
لوی او کوچني مسافر وړونکي وسایط کولای شي چې پر یاده لویه لار له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په نوبتي ډول نن ورځ سه شنبه له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه لري.