په نوي کال کې د ټولګټو وزارت د پروژو  د رغولو په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه

kalim_admin
Sun, Mar 16 2025 12:15 PM
په نوي کال کې د ټولګټو وزارت د پروژو  د رغولو په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په ټول هېواد کې د یاد وزارت د پروژو د رغنیزو چارو د پیلیدو په هکله د يو شمېر ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له مسئولینو، پانګه والو او د یاد وزارت تخنیکي رئیسانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. 
په دغه ناسته کې په هېواد کې د ټولګټو وزارت اړوندو د پروژو د رغولو په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د قراردادي او غير قراردادي شرکتونو مسؤلانو ته لارښونه وکړه، چې هر ډول چې لازمه وي، په همهغه ډول بايد په نوي کال کې د ټولګټو وزارت ټولې پروژې په ښه ډول تطبيق او د پلان سره سم يې کارونه بشپړ شي. 

په نوي کال کې د ټولګټو وزارت د پروژو  د رغولو په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه


د قراردادي شرکتونو مسوولينو د ټولګټو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي د اړونده پروژو چارې په ټاکلي وخت او د پلان سره سم بشپړې کړي. 
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت په هېواد کې د یو شمېر لویو پروژو کار پیل کړی دی او دا مهال یې د ځينو پروژو کار جریان لري.

.

9 hours 38 minutes ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS