د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې  لویې لارې او سړکونه د وروستیو اورښتونو له رسوبي موادو څخه پاک کاري شوي دي

media_admin
Wed, Apr 16 2025 3:17 PM
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې  لویې لارې او سړکونه د وروستیو اورښتونو له رسوبي موادو څخه پاک کاري شوي دي

 د وروستیو ورښتونو او سېلابو نو رواتلو له امله د هېوا د په یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو پاتې شوني او رسوبي مواد د سړکونو مخې ته را وتلي وو او درنو هېواد والو ته یې د سفر پررمهال ستونزې رامنځ ته کړې وې، چې د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو لخوا پاک کاري او شته ستونزې حل شوي دي. 
د ورستویو سېلابونو او اورښتونو د رسوبي موادو له امله د کنړ – نورستان عمومي سړک، غور – هرات او د تخار بدخشان سړکونو کې هېوادوالو ته  د تګ راتګ پرمهال ستونزې رامنځ ته شوې وې، چې د ټولګټو وزارت د اړوند ولایتي ریاستونو په شپه او ورځ هڅو پاک کاري او د هېواد والو شته ستونزې حل شوې دي.
دغه راز د پنجشیر ولایت په قابضان سیمه کې یو پایه پل چې د سېلابونو له امله زیان من شوی وو د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ساتنې او څارنې د پلان له مخې تحکیم کاري او ترمیم شوی دي، ترڅو د پله د لا تخریب مخه ونیول شي.
 د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې هېواد والو ته بشپړې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي او د اورښتونو او سېلابونو پرمهال چمتو والی لري چې د هیواد لویې لارې او سړکونه د درنو هېواد والو پرمخ پرانیستي وساتي.

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS