د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر سره وکتل 

media_admin
Sun, Apr 20 2025 2:28 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر سره وکتل 

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي ګزیزاکباسوف ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او قزاقستان یوله بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
په دغه ناسته کې دواړو لورو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هیواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر و ویل « دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنیو پانګوال ته په یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او کولای شي په دغه برخه کې  ونډه واخلي.»
په پای کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS