د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ غځولو تفاهمنامه لاسلیک شوه

kalim_admin
Sat, Jul 12 2025 10:09 AM
0000

۱۹مه، سرطان ۱۴۰۴
د ا.ا.ا د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل. د يادې لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په لړ کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د قزاقستاني استازي ترمنځ د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې د قزاقستان هيواد د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه يوه تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړ.
د ناستې په پای کې دواړو لوريو د ياد ريلي دهليز د تخنيکي چارو او اهميت په تړاو نظرونه تبادله کړل او ويې ويل، چې دغه ريلي دهليز نه يوازې د افغانستان او قزاقستان په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي، بلکې د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د تسهيلاتو رامنځته کولو لپاره مهم او اغېزناک ګام دی.
د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS