په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۴۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Jul 21 2025 1:33 PM
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۴۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سرطان مياشتي له ۲۰مېنيټې څخه   تر سرطان ۲۶مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۱۰۳۴۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۷۵۴۹۵ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۷۲۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۲۲۷۲) ټنه او د خواف –هرات (۶۹۷۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۰۳۴۶۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍکې (۱۹۳)  صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS