د کابل – کندهار لویې لارې د درېیمې برخې د درېیمې طبقې د آسفالټ چارې د میدان وردګ ولایت اړوند جریان لري

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند درېیمه برخه چې ۱۷.۶ کیلومتره اوږدوالی لري د سیدآباد ولسوالۍ څخه تر زرني سیمې پورې رسیږي د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس طبقو د بیارغونې چارې تیر کال بشپړې شوې وې او دا مهال یې د درېیمې طبقې د آسفالټ (ویرینګ کورس) چارې ۶.۵ کیلومتره بشپړې شوې دي او پاتې نور یې په چټکۍ سره جریان لري.
په ورته وخت کې د یاد سړک څنډې یا شولډرونه هم په DBST ډول رغول کیږي، چې دامهال یې کار عملاً د پرمختګ په حال کې دی.
د یادونې وړده، چې د یادې لویې لارې په بېلابېلو نورو برخو کې هم د درېیمې طبقې آسفالټ(ویرینګ کورس) او شولډرونو کار جریان لري چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.