د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ترانسپورت زیربنا انسټیټیوټ ریاست له خوا د (۲۱) قلمه برقی تجهیزاتو د اړتیا وړ د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ترانسپورت زیربنا انسټیټیوټ ریاست له خوا د (۲۱) قلمه برقی تجهیزاتو د اړتیا وړ پروژه چې MOPW/1404/G-40/RBD-NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (9/6 /1404)- (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (13،313) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه : (9/6 /1404)- 10:00 بجې له غرمې مخکې.)
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال (9/6 /1404) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.