د قیصار – لامان سړک د پنځم لاټ رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
Thu, Aug 28 2025 12:17 PM
د قیصار – لامان سړک د پنځم لاټ رغنیزې چارې جریان لري

د قیصار – لامان سړک د افغانستان د حلقوی سړک یوه برخه ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت یې د ۲۵ کیلومترو په اوږد والي سره د پنځم سکشن رغنیزې چارې پیل کړې دي او دامهال جریان لري.

یاد  سړک ۱۲ متره پلنوالی لري، چې ۷ متره یې اسفالټ او د سړک دواړو خواوو ته دوه نیم دوه نیم متره شولډرونه لري، خو د ښارونو په منځ کې د سړک سور آن تر ۲۰ مترو پورې رسیږي، چې ۸ متره یې د پیاده رو لپاره او پاتې ۱۲ متره یې د وسایطو د تګ راتګ لپاره ځانګړی شوی دی.

د یاد سړک په اوږدو کې یو شمېر مصنوعي ساختمانونه، سټرکچرونه، د درې پایې لوی پلونه د ۶۰، ۹۰ او ۱۸۰ مترو په اوږد والي سره، ۶۸ پایې پلګوټي، ۲۷۰ متره استنادي دېوالونه، د سړک دواړو خواوو ته ۱۲۲۰ متره د سړک غاړې ویالې او کانکریټي پیاده رو او د سړک یوې غاړې ته ۴۰۰ متره کانکریټي ویالې او پیاده رو رغول کیږي چې دا مهال یې رغنیزې چارې مخ پروړاندې روانې دي.

د قیصار – لامان سړک، د هېواد دحلقوي سړک یوه برخه او له مهمو سړکونو څخه شمیرل کیږې، چې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او له رغېدو سره به یې درنو سوداګرو او هېواد والو ته  د تګ راتګ او کرنیزو محصولاتو د انتقال په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

.

3 days 6 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS