د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د پکتیا ولایت د زرګران څخه تر ګردېز ښار پورې د ۲.۴ کیلومتره سړک او ۳۴.۱ متره اوږدوالي سره د یو پایه پل رغولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو ( د پکتیا ولایت د زرګران څخه تر ګردېز ښار پورې د ۲.۴ کیلومتره سړک او ۳۴.۱ متره اوږدوالي سره د یو پایه پل رغولو پروژې) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې، د احجام بل او تخنیکي اسنادو سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانیزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرایطو مطابق په تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (10:00) مخکې له غرمې 1404/6/29د ټولګټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائیې او ملي ادارې ترڅنګ، د پخوانی داخلې وزارت سړک، ملالۍ واټ کې واقع دی، وړاندې کړي، د یادونې وړ ده، انترنیټي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک ګرنټۍ په ډول ( 2,800،000) افغانۍ دي او د آفرپرانیستې غونډه په 1404/6/29نېټه په (10:00) بجې مخکې تر غرمې د دې وزارت د تعمیر، دریم منزل، د غونډو په تالار کې دایریږي.