د هرات ولایت اړوند د ارملک – لامان عمومي مسیر د پاتې ۱۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
Thu, Oct 02 2025 12:38 PM
د پروژې عنوان :( د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اداري او خدماتو محترم ریاست د اړتيا وړ  ۹ قلمه البسه بابو چمتو کولو او تدارک پروژه)

د هرات ولایت اړوند د ارملک – لامان عمومي مسیر  د پاتې ۱۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ د سبزک کوتل په سیمه کې جریان لري.

د ارملک – لامان عمومي مسیر، چې د هېواد د حلقوي سړک یوه برخه ده، د ۵۲ کیلومترو په اوږد والي سره د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ له ارملک سیمۍ څخه پیل او د بادغیس ولایت تر لامان سیمې پورې رسیږي، چې د ۴۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې یې د تیرې ادارې پرمهال بشپړې شوې وې او دا مهال یې د پاتې ۱۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې  په چټکۍ سره جریان لري.

 دغه پروژه د ټولګټو وزارت او سندریلا ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ قرارداد شوې ده، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شۍ.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جریان کې  د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې درنو هېواد والو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS