په کاپیسا ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د نجراب، تګاب او اله سای ولسوالیو مسیر د تخریب شويو برخو د ترمیم چارې پيلیږي

kalim_admin
Sun, Oct 05 2025 9:43 AM
په کاپیسا ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د نجراب، تګاب او اله سای ولسوالیو مسیر د تخریب شويو برخو د ترمیم چارې پيلیږي

د پرون ورځې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په کاپیسا ولایت کې د نجراب، تګاب او اله سای ولسوالیو سړک او استنادي دېوالونه تخریب شوي وو، چې یاد مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوی و او د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري بېرته پرانیستل شو.

د دغو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د سړک ځینې برخې او شاوخوا ۱۲۰ متره استنادي دېوالونه تخریب شوي دي، چې د رغولو په موخه یې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد ولایت د ټولګټو ریاست رئیس او کاري پرسونل ته سپارښتنې کړې دي چې د یاد مسیر سړک او استنادي دېوالونه ژرتر ژره بېرته ورغوي، تر څو د ځايي خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په څیر هوارې شي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS