د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ وزير محترم مامِت آکمامدوف او مل پلاوي د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو او د اوسپنې پټلۍ له پرمختګونو ليدنه وکړه.
د دې سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزيټي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو د عملي پرمختګونو څارنه او ارزونه ښودل شوي دي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال وویل، چې تورغونډۍ بندر د افغانستان لپاره يو مهم اقتصادي دهلېز دی، چې د منځنۍ آسيا هېوادونه د جنوبي او سوېلي آسيا له بازارونو سره نښلوي. هغه زياته کړه، چې ټولګټو وزارت ددغه بندر د زېربناوو پراخولو، د تخليې او بارګيرۍ د ظرفيت لوړولو، د سوداګريزو توکو د حجم او انتقالاتو زياتولو او د اوسپنې پټلۍ د نړيوالو معيارونو سره سم د پراختيا هڅې کوي.
د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ وزير څرګنده کړه، چې هېواد يې د افغانستان له لارې د سيمه ييزو اتصالي پروژو ملاتړ ته ژمن دی. هغه وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ ګډ کار به نه يوازې اقتصادي فرصتونه زيات کړي، بلکې د خلکو ترمنځ به اړیکې هم ټينګې کړي.
د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو پروژه د ترکمنستان هيواد سره قرارداد شوې ده، چې له مخې به يې ياد هيواد تر څه باندې ۵ ميليونو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کوي او موخه يې دا ده، چې د افغانستان، سيمې او نړۍ ترمنځ سوداګري لازياته وده وکړي او د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره نوې دروازې پرانيزي.