د آقينې – آندخوی د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Wed, Oct 15 2025 3:10 PM
د آقينې – آندخوی د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې د فارياب ولايت اړوند د آقينې – آندخوی بندر د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ګڼ شمېر امارتي مسوولينو په شتون کې پرانيستل شوې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وايي، چې د آقينې – آندخوی دويم فاز ۱۰ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنيزې چارې يې د ا.ا.ا له بودجې څخه تمويل کيږي، چې د يو ترکمنستاني شرکت سره قرارداد شوې ده او د یو کورني ساختماني شرکت لخوا يې تخنيکي او مالي چارې مخې ته وړل کيږي.

د نوموړي په خبره، د یادې ريل پټلۍ لومړی پړاو چې له آقینې څخه تر آندخوی پورې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ مخکې بشپړ شوی دی او همداراز د اندخوی – جوزجان د ۵۵ کیلومتره ريل پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم د یو کورني شرکت لخوا د ترکمنستان هيواد سره په تفاهم بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري او د آقینې – مزار او هرات – کندهار – پاکستان تر چین پورې د ريل پټلۍ په بشپړېدو سره به د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د اوسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره ونښلول شي.

د آریا خان افغان ساختماني شرکت، چې ددې پروژې تخنيکي او مالي ملاتړ په غاړه لري يو مسئول انجنیر جلات ‌خان ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د آقينې – آندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې به د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې تر څارنې لاندې په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي او په وينا يې، چې آریا خان شرکت د افغانستان اړوند برخې عملي کوي او تخنیکي او د ريل ایښودنې چارې به د ترکمنستان هيواد لخوا ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به نه يوازې د آندخوی ښار صنعتي ښارګوټي ته د سوداګريز توکو انتقالات اسان شي؛ بلکې د ملي سوداګرو لپاره به د لازياتو آسانتياوو او انتقالاتو برابرولو ترځنګ د اوسپنې پټلۍ له لارې د ملي عوايدو په زياتوالي کې هم مهم رول ولوبوي.

.

1 month 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS