په کاپیسا کې د څه باندې ۳۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تګاب ولسوالۍ د بدر آب درې د سړک رغنيزې چارې پیل شوې

kalim_admin
Thu, Oct 16 2025 10:20 AM
په کاپیسا کې د څه باندې ۳۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تګاب ولسوالۍ د بدر آب درې د سړک رغنيزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا په کاپیسا ولایت کې د تګاب ولسوالۍ  د ځایي اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه، د بدر آب درې سړک د رغونې چارې د څه باندې ۳۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم قاري احسان الله بریال، د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک شاوخوا ۱۳.۶ کیلومتره اوږد والی لري، د تګاب ولسوالي او بدر آب دره د کاپیسا ولایت له مرکز سره نښلوي.

د دغې پروژې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې د ۱۶ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي .

د یاد سړک د کار په پیلیدو د سيمې اوسیدونکې خوښ دي او وایي چې دا ډول پروژې د سیمې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ډیرې اړینې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګتو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو د رغونې، ترمیم او بیارغونې چارې پیل کړې دي.

.

1 month 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS