د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

kalim_admin
Sun, Jan 18 2026 9:35 AM
د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر په دې وروستیو کې د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه دا دویمه لیدنه ده، چې په تیره لیدنه کې یې د قراردادي شرکت مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه کړې وه، چې د سړک د چارو د چټکتیا په موخه دې د ماشینرۍ شمیر زیات کړي او اوس د کار په سیمه کې د ماشینرۍ شمېر له ۵۰ عرادو څخه ۷۰ عرادو ته زیاته شوی دی.

دا مهال د یادې لویې لارې په اوږدو کې د ځینو برخو د کیندې، پرکارۍ، د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې هم  جریان لري.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د قرار دادي قراردادي شرکت مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یوځل بیا هدایت او لار ښوونه وکړه، دا چې یاده لویه لار یوه مهمه استراتیژیکه لویه لار ده، د رغونې چارې دې چټکې او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د قراردادي شرکت مسؤلانو د ټولګټو محترم وزیر ته ډاډ ورکر، چې د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې به په ټاکلي وخت او د تخنیکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې لویې لارې د ۲۲ کیلومتره برخې د رغونې چارې هم جریان لري. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS