په جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Wed, Jan 28 2026 11:39 AM
په جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵۲۸۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۷۰۴۲) ټنه او د خواف –هرات (۹۱۱۶۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۹۹۸۲۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په جدي مياشت کې (۱۰۲۵) ټنه  صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې  او د انار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

5 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS