په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي
په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰ متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۹۹۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸۳۰۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰۵۴۵ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳۵۵۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال۱۵۱۷۵۰ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۶۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.
