د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Apr 04 2026 2:21 PM
د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې لیدنه وکړه چې د ټولګټو وزارت انجنیري او تخنیکي ټیم هم شتون درلود.

د کابل جلال‌آباد لویه لاره د بارانونو، سېلابونو او د غر ښویېدنې له امله د تنګي غارو په سیمه کې د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه لا هم په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده او په یاده سیمه کې غر ښویېدنه جریان لري او احتمالي خطرونه موجود دي.

دغه راز د دوغارو تنګي سیمې اړوند د غر ښویېدنې سره سره د یادې لویې لارې د فرعي مسیر ځینې برخې او استحکامي پل ځینې برخې تخریب شوي دي او له سروبې څخه تر لغمان دروازې پورې هم د سړک سطحې ته لویې او کوچنۍ ډبرې راښیېدلي دي.

محترم وزیر صاحب اړوندو عملیاتي او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې په کافي اندازه ماشینري دې په ساحه کې چمتو او د اوبو له کمېدو سره دې د یادې لویې لارې د پاک‌کارۍ او د فرعي مسیر د تخریب شویو برخو او استحکامي پل ترمیم چارې دې پیل کړي او یاده لویه لاره دې د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د یادونې وړ ده، چې هېوادوال دې د یادې لویې لارې د پرانیستلو په اړه د ټولګټو وزارت تر رسمي خبرتیا پورې پر یاده لویه لار تګ راتګ نه کوي او کولای شي، د اړتیا په صورت کې د سروبي – تګاب مسیر څخه تګ راتګ وکړي.

په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې ده، چې د بارانونو او سېلابونو راوتلو پر مهال دې د لارو پاکولو او هېوادوالو ته د هوسا تګ راتګ برابرولو لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

.

7 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS