په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

kalim_admin
Thu, Apr 23 2026 12:48 PM
په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد سړک په اوږدو کې د ۲ پایو پلونو،۷۹ پایو پلګوټو، ۲۰۰ متره استنادي دیوالونو،۸۹ متره کانکریټي کانال او ۲۶۲۱ وسپنیزې کانکریټي ویالې جوړول هم شامل دي، چې د نړیوالو انجنیري معیارونو سره سم به ترسره شي.

دغه سړک د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه تر موسی‌قلعه ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي او چټک تګ‌راتګ اسانتیاوې برابروي او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

.

7 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS