د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل د جوړولو پروژه له ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

kalim_admin
Mon, Jun 29 2026 12:31 PM
د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل د جوړولو پروژه له ۵۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د ده زیارت پل، چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، د رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۵۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.

 دغه پل د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني شرکت ترمنځ قرارداد شوی، چې د یوه کال په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ده زیارت پل د لغمان ولایت له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د مهترلام ښار حلقوي د سړک پروژ بشپړه شي، د عمرزيو سیمه به د ولایت له مرکز سره ونښلول شي او همدارنګه به د لغمان، کابل او جلال‌آباد د مسیرونو ترمینل هم د مهترلام ښار سره ونښلول شي، چې د تګ راتګ د اسانتیا او د ولایت د ترانسپورټي شبکې د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

.

10 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS