داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د دوو ملکیتونو د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان پروژه اجاره ‌دهی دو باب ملکیت مربوط ریاست فواید عامه ولایت لوگر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست اړوند خپل دوه ملکیتونه، چې یو یې د پل علم ښار په مرکز کې استوګنیزه ودانۍ او بل یې د محمدآغې ولسوالۍ، د پل کندهاري بازار په سیمه کې د پل کندهاري د حق‌العبور استوګنیزه ودانۍ ده، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادو ملکیتونو د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو مناسبو فعالیتونو لپاره اغېزمنه، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړي.

که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.

وړاندې کېدونکې طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱. د ودانۍ د کارونې د موخې او ډول روښانه تشریح.

۲. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۳. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ودانۍ لپاره د خپلې غوښتل شوې اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي.

۴. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په واضح، مشخص او مستند ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو نېټه او وخت: د ۱۴۰۵/ ۴/۲۰ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین: د ګټونکي داوطلب له لوري باید د یوه کال د وړاندیز شوې کرایې معادل تضمین، د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه، وړاندې شي.

د طرحو د سپارلو ځای : ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د یادو طرحو پرانیسته به په لومړۍ راتلونکې کاري ورځ، په همدې اعلان کې په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره شي.

.

10 months 1 week ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders