د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ د ۱۳.۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري
د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ د ۱۳.۴ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه د ۳۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ قرارداد شوې اودا مهال یي رغنیزې چارې د ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ سره جریان لري.
د دې پروژې په اوږدو کې د ۲۰ متره اوږدوالي سره یوه پل، ۹۱ پایو پلګوټو، ۲۹۷۰ متره سنګکارۍ ویالې، ۳۲۴۵ متره سنګ فرش ویالې او ۱۸۸۲ متره استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې په یادو ټولو برخو کې یې کار په چټکۍ سره روان دی. دا مهال د دې مسیر د هموارکارۍ چارې ۱۰۰ سلنه او د سړک د بدنې د کیندنې او پرکارۍ چارې څه باندې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي.
د نجراب ولسوالۍ سړک د کاپیسا ولایت له مهمو ترانسپورتي مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې د رغنیزو چارو له بشپړېدو وروسته به د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد، او همدارنګه روغتیايي او تعلیمي مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
