د دشت ارچي - کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د دشتارچي - کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د ۴۹۸ میلیونه او ۶۵۴ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.
یاد سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې تېر کال یې د ۱۰ کیلومتره برخې د آسفالټ اچونې چارې بشپړې شوې وې، او دا مهال یې د پاتې برخې چارې د ۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ روانې دي.
اوس مهال د ۱۵ کیلومتره سړک د پرکارۍ، د ۱۲ کیلومتره سړک د لومړۍ طبقې د چمتو کولو او د ۱۱ کیلومتره سړک د آسفالټ اچونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د دې مسیر په اوږدو کې د ۵۷ پایو پلګوټو او ۳۰۰ متره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې له دې ډلې د ۵۰ پایو پلګوټو رغنیزې چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو چارې یې په منظم ډول جریان لري.
د دشت ارچي - کندز سړک د هېواد په شمال ختیځ کې له مهمو نښلوونکو مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ او د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د کندز ولایت له مرکز او شیرخان بندر سره نښلوي او د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ آسانتیاو، بازارونو ته د خلکو لاسرسي او د اقتصادي فعالیتونو د ودې او پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
