په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال والي محترم الحاج حافظ انځرګل عبدالله د یاد ولایت د ټولګټو رئیس او یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې پيل شوې.
د یادې پروژې چارې به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي او په بشپړېدو سره به یې په دې لاره د تلونکو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
