د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

kalim_admin
Mon, Sep 21 2026 3:18 PM
د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه او ۹۲۰ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده،  چې د دایکندي ولایت د والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي اکرام‌الله عبدالرافع، سیمه‌ییزو مسئولینو او یو شمېر قومي مخورو په شتون کې رسماً پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

د یادې پروژې د تطبیق موخه د هېوادوالو د ځان او مال خوندیتوب او د ترافیکي پېښو مخنیوی دی، چې د یادې پروژې   چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو د خوندیتوب په برخه کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS