د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Tue, Oct 27 2026 2:51 PM
د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي چې دامهال د بلخ ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

دغه سړک د مزارشریف – شبرغان مسیر څخه پيل د یاد ولایت د چهار بولک ولسوالۍ تر مرکز پورې رسېږي. په یاده پروژه کې د سړک د تخریب شویو برخو داغګیري، د شولډرونو او پلګوټو د ترمیم چارې شاملې دي چې  د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یاد سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سړک د لا ډېر تخریب مخنیوی به وشي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS