د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام د تخار ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

kalim_admin
Tue, Nov 24 2026 9:07 AM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام د تخار ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د خواجه غار – دشت ارچي د لومړي لاټ، د خواجه غار – دشت قلعه سړک د پاتې برخې او د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه د درېیم لاټ سړکونو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلګوټو، استنادي دېوالونو او سنګ‌کارۍ چارې د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې ترسره کړي، تر څو له غیرضروري ساختمانونو او اضافي لګښتونو څخه مخنیوی وشي.

د خواجه غار – دشت ارچي سړک لومړی لاټ ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ۴۴.۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي، د خواجه غار – دشت قلعه سړک پاتې برخه ۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ۱۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره دوام لري او همدارنګه، د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه سړک درېیم لاټ ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د رغونې چارې یې د ۴۴ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې محترم وزیر صاحب د خپل سفر په ترڅ کې مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تخار ولایت د کوکچې پله ته څېرمه د یاد سړک د تخریب د مخنیوي په موخه د یوې پایې لوړ ټناژ کنټرولي تلې لپاره یو بشپړ کمپلکس په پلان کې ونیسي، څو له منظورۍ وروسته یې د جوړولو چارې پیل شي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS