په ارزګان ولایت کې د څلورو پایو پلونو د ترمیم او تحکیم چارې پیل شوې
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وانو ، گرماب او سرخم پلونو او د دهراوود ولسوالۍ د منان پل د ترمیم او تحکیم کارۍ چارې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې، چې د ارزګان ولایت د والي محترم الحاج مولوي شمسالدین شریعتي، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي آدمجان نعماني او یو شمېر سیمهییزو مسئولینو په حضور کې رسماً افتتاح او پیل شوې.
د دغو پلونو د ترمیم او بیارغونې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي او هغوی ته به د اسانه او خوندي تګ راتګ، همدارنګه د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د اسانه لېږد رالېږد زمینه برابره شي.
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سړکونو او پلونو د رغوونې په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د ترانسپورټي زیربناوو د ساتنې او څارنې په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پلونو او سړکونو د ترمیم او بیارغوونې په برخه کې د ګڼو نورو پروژو چارې هم پیل کړې دي.
