قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د ټولګټو وزارت د اړتیا وړ 11 قلمه البسه بابو د چمتو کولو او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د ټولګټو وزارت د اړتیا وړ 11 قلمه البسه بابو د چمتو کولو او تدارک پروژه د پرانیستې ملي داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G- 74 /NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د حسیب پلولیګان لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې جواز شمېره یې (65604) ده او د شرکت پته یې : کابل ښار دویمه ناحیه د کارته آریانا سیمه کې د آریانا آبدرې مارکېټ کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې مجموعی قیمت یې(799840 ) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
