د هرات ــ چشت شریف سړک د لومړي لاټ جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی

mopw_admin
Mon, Nov 02 2020 9:47 AM
د هرات ــ چشت شریف سړک د لومړي لاټ جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی

د هرات ــ چشت شریف سړک د لومړي لاټ جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی

له هرات تر چشت شریف پورې د سړک لومړی لاټ ۳۵ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۳ متره پلنوالی چې ۲.۵ متره د سړک غاړې په بر کې نیسې، ۲۹۴۰ متره ویالې او ۶۰۰ متره مکعب استنادي دیوالونه لري چې د څه باندي ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر اوس مهاله یې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه پرمختګ کړی.

دا سړک د هیواد د شرق ــ غرب دهلیز برخه وه چې ‏په جوړولو سره به یې د دې حیاتي دهلیز یوه برخه بشيړه شي او د ترانسپورټي اسانتیاوو په برابرولو، هرات ولایت د شرق ولسوالیو د ودې او پرمختګ لامل کیږي او دغه راز د چشت شریف ولسولۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې اساسي او اغیزمن رول ولري.

د یادوني وړ ده چې له هرات تر چشت شریف پورې سړک ټولیز اوږدوالی ۱۵۵ کیلومتره ده چې د ایټالیا دولت د اسانه پور ورکولو پروژو څخه وه او په پنځو برخو/ لاټ تقسیم شوي، چې لومړی لاټ ۳۵ کیلومتره او د پاتې څلور برخو هره برخه ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

باید وویل شي چې د یادې پروژې دوهم لاټ چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري تر تدارکاتي مرحلو لاندې دی.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

لړم۱۱، ۱۳۹۹

 

.

10 months 1 week ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS