ټولګټو وزارت د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

mopw_admin
Sat, Mar 13 2021 8:59 AM
ټولګټو وزارت د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

ټولګټو وزارت د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

د کب ۲۱مه، ۱۳۹۹

د ټولګټو وزارت لخوا د ښځو نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال ونمانځل شوه.

په دغه پروګرام کې د ټولګټو محترم وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د دې وزارت مرستیالانو، د اقتصاد وزیرې دکتور کریمه حامد فاریابي، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینه حمیدي، د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینه صافۍ، د ملي شورا استازو، د وزارت رئیسانو او لوی شمېر ښځینه کارکوونکو ګډون درلود.

د ټولګتو وزیر ښاغلی انجنیر نجیب الله یمین غونډې ته په وینا کې د دې ورځې مبارکې وویله او په دولتي ادارو کې یې د ښځو رول مهم وباله، هغه زیاته کړه چې باید د ښځو له وړتیاو څخه د ادارو په بیلابیلو برخو کې ګټه واخیستل شي؛ ځکه هغوئ تر ډیره بریده په فساد کې نه دي ښکېلي.

ښاغلی وزیر له ښځو چارو وزارت او راغلو میرمنو څخه غوښتنه وکړه چې تکړه انجنیرانې دې ټولګټو وزارت ته ور پېژني چې په مهمو بستونو کې د هغوی له وړتیاوو څخه ګټه واخلي.

په همدې غونډه کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې صافۍ هم له خپله اړخه ډاډ ورکړ چې د ښځو له حقونو به دفاع کوي او هڅه به یې دا وي چې د ټولګټو وزارت سره ځینې هوکړې ولري چې ښځو ته کاري اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اقتصاد وزیرې آغلې کریمه حامد فاریابي غونډې ته په وینا کې وویل چې ښځو ته به د خصوصي سکټور په برخه کې د کاروبار آسانتیاوې رامنځته کوي او د ښځو ملاتړې ده.

په همدې حال کې د پوهنې سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي غوښتنه وکړه چې باید نجونو ته اجازه ورکړل شي تر څو درس ووايي او هغوی یې وهڅولې چې ځان ته لویې موخې وټاکي.

ټولګټو وزارت سره له دې چې د هیواد د سړکونو پر کیفیت او پراختیا ټینګار کوي تر څنګ یې د اداري فساد سره مبارزه او د جندر تساوي هم په کاري موخو کې دي.

د ټولګټو په وزارت کې د ښځو د نړیوالې ورځې د مراسمو د ویناوو ځینې برخې

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS