د خوست مرکز اړوند پنزایې کلي سړک د جوړولو چارې ۴۲ سلنه کاري پرمختګ لري

د خوست ولایت مرکز اړوند پنزایې کلي سړک چې تر یو کیلومتر ډیر اوږدوالی لري اوس مهال یې د جوړلو چاري څه باندي ۴۲ سلنه بشپړې شوي.
دا سړک چې مالي لګښت یې د ټولګټو وزارت له پراختیایي بودیجې څخه کول کیږي، د جوړلو تړون يې له یو خصوي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسليک شوی دی، چې دا مهال د ياد سړک پر دواړو غاړو ویالو کار روان دی.
د یاد سړک د کار له بشپړيدو سره به د پنزایې کلي د اوسیدوونکو هغه ستونزې هواري شي چې مخکي ورسره مخ وو، همدانګه د پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سیمې خلکو لپاره ګڼي کاري بوختياوي هم رامنځته شوي.
د ټولګټو وزارت – کابل
د کب ۲۳مه، ۱۳۹۹